پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

شمالي کوریا: دامریکا پوځیان به په یوه ګزار له منځه یوسي
نیټه: Sun, 08 Oct 2017 12:09:31 +0000

 

شمالي کوریا وايي، که د امریکا له لوري نظامي خطر ورته متوجه شي، نو دوی به تر هر څه وړاندې په جنوبي کوریا کې د امریکا ستراتيژيکې شتمنۍ په نښه کړي.

 د شمالي کوریا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خطر د پیدا کېدو په صورت کې به شمالي کوریا لومړی د جنوبي کوریا ملکي سیمې په نښه کړي او په دې سیمو کې به هغه ځایونه له منځه یوسي چې د امریکا شتمنۍ پکې خوندي دي.

 شمالي کوریا ویلي، چې د امریکا ډېری برخو ته ددوی توغندي رسېدی شي او د امریکا پوځیان به هم په یوه ګزار له منځه یوسي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته