پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اروزګان کې يوې مېرمنې خپل خاوند وژلی
نیټه: Mon, 09 Oct 2017 10:17:11 +0000


 
چارواکي وايي چې د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې يوې مېرمنې خپل خاوند وژلی دی.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالقوي عمري د تلې په ١٧مه وويل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته په ترينکوټ ښار کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، له دهراوود ولسوالۍ څخه ترینکوټ ته د را کوچېدلې کورنۍ یوې مېرمنې د خپلو وروڼو په همکارۍ خپل خاوند د چاقو په وسيله وژلی دی.
عمري وايي چې ياده مېرمن او ورورڼه يې له سيمې تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د امنيت امر وايي چې دا کورنۍ له ډېرې مودې راهيسې شخصي ستونزې درلودې.
د ترينکوټ د روغتون يوې سرچينې وويل چې دوی ته یو مړی چې سر ترې غوڅ شوی، ور وړل شوى دى.
سرچينې وويل چې جسد په روغتون کې پروت دى او تر اوسه يې د ترلاسه کولو لپاره چا اړيکه نه ده نيولې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته