پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله : د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ښې اړیکې جوړې شوې
نیټه: Mon, 09 Oct 2017 10:46:43 +0000

عبدالله وايي د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرو او پانګه والو تر منځ ښې اړیکې جوړې شوې دي.

عبد الله چې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولي وویل چې په یو اونۍ کې  د ۲۵۰ میلونو ډالرو په ارزښت د هند او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ترسره شوي.

افغان سوداګر هم په اقتصادي برخه کې له هندوستان سره رامنځته شوې سوداګریزې اړیکي ستايي او د حکومت څخه په دې برخه کې د لازیاتو همکاریو غوښتنه کوي

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، هندوستان ته د تېرې اوونۍ د سفر عملي پړاونه پیل او په دې لړ کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه والو تر منځ ښې اړیکې جوړې شوې دي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو له شورا مخکې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې د تېرې اوونۍ راهیسې د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د شااوخوا ۲۵۰ ميلیونو ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

کلیپ

عبدالله وايي چې افغان او هندي سوداګر د دا ډول اړیکو پراختیا ته لیوال دي او افغان حکومت په دې برخه کې د هر ډول امکاناتو د رامنځه کېدو هڅه کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره اوونۍ د کابل او ډهلي تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په خاطر، له شااوخوا دوه سوه سوداګرو او د کابینې له ځينو وزیرانو سره هندوستان ته تللی و

اجرائیه رئیس ددغه هدف د تعقیب لپاره تیروځ په کابل کې  د مېشت هندي سفیر سره هم وکتل او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ را منځته شوې لیوالتیا وستایل شوه.

یو شمېر افغان ملي سوداګر هم په اقتصادي برخه کې له هندوستان سره رامنځته شوې فضا ستايي، خو وايي چې افغان چارواکي باید وخت په وخت دا موضوع تعقیب کړي.

په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې د رهبري هیئت غړي اعتبار خان ځدراڼ رسنیو ته ویلي چې هندي سوداګر هڅېدلي چې افغاني تولیدات واخلي، کوم چې هغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړوي.

​دا په داسې حال کې ده چې څه باندې دری میاشتې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ له خنډونو پرته د ښې سوداګرۍ په خاطر هوايي دهلېز رامنځته شو .

له دې سره هندوستان لیوال دی، تر څو د چابهار بندر له جوړېدو سره افغانستان ته د خپلو صادراتو مناسبه لار پرانېزي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته