پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د امنیت شورا وايي د پاکستان سره د طالب بندیانو په راخوشي کولو خبري کړي
نیټه:

 

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي د پاکستان چارواکو سره یې د افغان طالب بندیانو په راخوشي کولو خبرې کړي.

افغان او پاکستاني چارواکو د سولې د خبرو د پیلو لپاره یو لړ شرطونه وړاندې کړي چې د پاکستان څخه د طالب بندیانو راخوشي کول دي.

پاکستاني رسنیو دغه طالب بندیان، ملا غني برادر، ملا عبدالمنان نانی، ملا عبدالصمد ثاني او ملا سلیمان آغا ښودلي دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا په ډاګه کړې؛ د پاکستان له چارواکو غوښتل شوي، چې په پاکستان کې بندي ۵ لوړپوړي چارواکي دې افغان حکومت ته وروسپارل شي.

د افغانستان او پاکستان چارواکو د سولې خبرو د پیلو لپاره یو لړ شرطونه وړاندېز کړي، چې یو یې د بندیانو راکړه ورکړه ده.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه ویلي، په پام کې ده پر وړاندې شويو موضوعاتو به په را روانه اوونۍ کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډه ناسته کې، چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړېږي، بحث وشي.

هغه زیاته کړې، چې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف ته د ۵ طالب بندیانو د خوشې کولو او افغان حکومت ته یې د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.

نوموړي د دغو طالب بندیانو نومونه یاد کړي نه دي؛ خو د پاکستان ایکسپرېس ترېبیون ورځپاڼې دغه طالب بندیان، ملا غني برادر، ملا عبدالمنان نانی، ملا عبدالصمد ثاني او ملا سلیمان آغا ښودلي دي.

ویل کېږي دا طالب بندیان د سولې خبرو پیلولو لپاره مهم دي.

تېره اوونۍ د پاکستان پوځ مشر قمرجاوید باجوه افغانستان ته راغلی و، چې ورسره د سولې خبرو د پیلیدو هیلې راوټوکیدلې.

دغه راز ارګ په ډاګه کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د سولې خبرو د پیلولو په موخه افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته سفر وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته