پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان کې د ماین چاودنې ۷ وسله وال وژلي
نیټه: Tue, 10 Oct 2017 09:33:42 +0000


 
چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې اووه وسله وال د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک  وويل چې دا چاودنه پرون ماښام د الينګار ولسوالۍ اړوند د نورلام درې په ايله ګل سيمه کې شوې وه.
هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان په يوه فلاينکوچ موټر کې روان وو چې ورسره خپل چاودېدونکي توکي پرې چاودېدلي دي.
ځواک وايي، په دې چاودنه کې د قوماندان قسيم چې پر عباس مشهور و، په ګډون اوه وسله وال وژل شوي او همدارنګه د بادپښ ولسوالۍ لپاره د وسله والو پخواني ولسوال الفت هاشمي په ګډون ۹ نور وسله وال ټپيان شوي دي.
د والي وياند وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې وسله وال مخالفين د ايله ګل سيمې ته د ترهګريزو بريدونو د پلانولو  په موخه يوې غونډې ته روان وو.
د هغه په وينا، دغو وسله والو په الينګار ولسوالۍ کې له ډېره وخته ترهګريزې کړنې ترسره کولې او په ډېرو ورانکارو فعاليتونو کې يې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته