پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دلوګر په پل علم کې یو طالب قوماندان وژل شوی
نیټه: Tue, 10 Oct 2017 09:49:15 +0000

د لوګر په مرکز پل علم کې د ملي امنيت ځواکونو په يوه جومات کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان وژلى او درې کسان یې ژوندي نيولي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په ١٨مه وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د صفر۱ قطعې د مرکز اړوند په نيازو کلي کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دې عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان اسامه وژل شوى او درې نور ملګري يې ژوندي نيول شوي دي.
دى وايي چې په دغو عملياتو کې هوايي او ځمکنيو ځواکونو برخه لرله او  اسامه له خپلو ملګرو سره په جومات کې پټ و چې وژل شوى دى.
صالح وايي چې اسامه او ملګرو يې د کابل- ګردېز پر لويه لار د ماينونو خښولو او د خلکو د ترور دنده پر غاړه درلوده.
د نيازو سيمې اوسېدونکي عزيزالله هم وويل چې تېره شپه د دوى په کلي عمليات شوي دي.
هغه وايي چې په دې عملياتو کې د کلي جومات ويجاړ شوى، خو يو طالب وژل شوى او درې نور امنيتي ځواکونو له ځان سره بيولي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې امنيتي ځواکونو د مرکز پل علم په نيازو کلي کې پر يوه جومات بريد کړى دى.
هغه وايي چې جومات ويجاړ شوى او څلور ملکي کسان امنيتي ځواکونو له ځان سره بیولي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته