پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غزني کې د شپې ‌لخوا د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه بند شوي
نیټه: Tue, 10 Oct 2017 09:59:30 +0000

 

ناپېژندو وسله‌والو په تېرو درېیو ورځو کې د غزني په مرکز کې د ارزو، بابایار او قلعتي کلیو کې ۳ مخابراتي پایې په بمونو ویجاړې کړي دي او د دې ولایت د مرکز زیاترو سیمو کې ټیلیفوني اړیکې له ستونزو سره مخ شوي دي.
د غزني خلک اندېښمن دي، که حکومت په دې برخه کې جدي پام ونه کړي، په دې سیمه کې به د مخابراتي شبکو نسبي فعالیتونه هم په پوره ټوګه بند شي.
په دې اړه د مخابراتي کمپنیو یو شمېر کارکوونکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي طالبانو خبرداری ورکړی چې د شپې له‌خوا به د مخابراتي کمپنیو فعالیتونه بند کړي.
د غزني ولایتي شورا غړی حمیدالله سروري وايي، چې دا ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي.
دی وايي، ورځ تربلې مخابراتي شبکو ته ګواښونه زیاتېږي او دې چارې خلک هم اندېښمن دکړي چې ګواکې په دې سیمه کې مخابراتي خدمتونه په پوره توګه بند نه شي.
د غزني ولایت اوسېدونکي وايي، چې په دې ورځو کې په ډېرې سختۍ سره له خپلو ملګرو، کورنۍ او کاروباریانو سره اړیکه نیسي او زیاتوي، دا چاره یې په ورځني کاروبار او ژوند منفي اغېز کړی دی.
تراوسه پورې وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د غزني ولایت د مخابراتي شبکو مسوولان هم په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کوي.
شاوخوا کال مخکې هم کله چې په غزني کې مخابراتي شرکتونو طالبانو ته باج ورکول بند کړل  ورسره سم د څوو ورځو له‌پاره د شبکو فعالیتونه ودرول شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته