پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

یوه روسۍ جنګي الوتکه لوېدلې او پیلوټان یې مړه شوي
نیټه: Tue, 10 Oct 2017 10:25:38 +0000

 
په سوریه کې د پرواز له کرښې د روسيې د یوې جنګي الوتکې د اوښتو په پېښه کې د الوتکې پیلوټان مړه شوي دي.
روسي رسنیو د دې هېواد د دفاع د وزارت په حواله ویلي چې دا پېښه په حمیم پوځي اډه کې هغه مهال وشوه، کله چې یوه سوخوي ۲۴ ډوله جیټ الوتکه چې په جنګي ماموریت روانه وه، له کرښې ووته او د الوتکې پیلوټان ونه توانېدل چې ځانونه بهر وباسي.
په سوخوي ۲۴ ډوله جنګي الوتکه کې دوه پیلوټان وي.
روسيې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په سوریه کې د دې هېواد د حکومت پر ملاتړو وسله والو یاغیانو هوايي بریدونه پیل کړل.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته