پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سرحدي ځواکونه وايي د اکمالاتو لپاره الوتکې نه لرو
نیټه: Tue, 10 Oct 2017 12:17:49 +0000

 د افغانستان د سرحدي ځواکونو عمومي قومانداني وايي چې په لرو پرتو سيمو کې د خپلو پوستو او ځواکونو د اکمالاتو لپاره چورلکې نه لري.
دوى دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې څو ورځې مخکې د کونړ ولايت په غاښي پاس سيمه کې ډيورنډ پولې ته څېرمه د سرحدي پوليسو د يوې پوستې پنځه پوليس چې د څښلو اوبو پسې چينې ته تللي وو، د وسله والو مخالفينو له لوري ووژل شول.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت هغه مهال ويلي وو چې دغه پوليس د مرورې ولسوالۍ په غاښي پاس سيمه کې وژل شوي دي.
د افغانستان د سرحدي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ وياند سفيرمحمد صافي د تلې په ١٨مه  وويل چې د کونړ د غاښي پاس سيمې تر څنګ د هېواد په يو شمېر نورو غرنيزو سيمو کې دوى خپلو پوستو او ځواکونو ته د چورلکو له لارې اکمالات کوي.
هغه زياته کړه چې دوى خپلې چورلکې نه لري، د اړتيا پر مهال کله چې پوستو ته اکمالات کوي او يا هم ټپي، ناروغان او جسدونه لېږدوي نو له ملي دفاع وزارت څخه په دې برخه کې مرسته غواړي.
صافى وايي، د ملي دفاع وزارت لومړى يوه فورمه ورکوي او د فورمې تر ډکولو وروسته بيا د دغه وزارت له خوا نور اقدامات کېږي، څو چورلکې ټاکلې ساحې ته ولېږدول شي.
نوموړي وويل چې دوى د کونړ د غاښي کنډو ته په اوونۍ کې يو ځل يا په مياشت کې دوه ځلې اکمالات کوي او له يادې پېښې دوه ورځې مخکې هم ورته خوراکي او د څښاک توکي او نور اړوند شيان رسول شوي وو.
خو د سرحدي ځواکونو وياند زياتوي چې سرتېري د اوبو څښلو تر څنګ د اوداسه او لامبلو لپاره هم اوبو ته اړتيا لري؛ ځکه د دوى له خوا ورکړل شوې اوبه بسنه نه کوي.
د هغه په وينا، د همدې ستونزې هوارولو لپاره سرتېري په ٥٠٠ مترۍ کې نږدې چينې ته په اوبو پسې تللي وو چې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شول.
صافي وويل چې په دغه بريد کې پنځه سرتېري وژل شوي او يوه په ټپي حالت کې ځان پوستې ته رسولى و.
نوموړي زياته کړه چې تر دوو ورځو وروسته د سرتېرو جسدونه لومړی د قومي مشرانو او بيا د سره صليب له خوا مرکز ته ولېږدول شول.
د افغانستان د سرحدي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ وياند وايي چې د غاښي سيمې ته دوى له تېرو څو کلونو راهيسې اکمالات د هوا له لارې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر يادې پېښې وروسته په ټولنيزو  شبکو کې فعالانو په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل پر بې کفايتۍ تورنوي او زياتوي چې هغه په دې برخه کې بې غوري کړې ده.
نن د ځينو سرچينو په حواله داسې اوازې هم خپرې شوې چې ګواکې د ايوب حسين خېل دنده ځنډول شوې ده.
خو د افغانستان د سرحدي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ وياند صافى وايي چې د  حسين خېل دنده نه ده ځنډول شوې او نن يې د کورنيو چارو وزارت په يوه امنيتي غونډه کې هم ګډون کړى و.
د افغانستان حکومت وايي چې امريکا ورسره د چورلکو د مرستې ژمنې کړې، يو شمېر يې ورکړې او تر راتلونکو درېيو کلونو پورې به شاوخوا ١٢٠ نورې چورلکې افغانستان ته وسپاري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته