پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ۱۳ وسله والوته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Wed, 11 Oct 2017 09:45:25 +0000

 

دننګرهار ولايت په خبرپاڼه کې راغلي چې دیاد ولایت په هسکې مېنې او بټي کوټ ولسواليو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفين ووژل شول او اووه نورټپيان شول.
په خبرپاڼه کې راغلي  تيره ورځ د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې د هوايي بريد په ترڅ کې څلور داعش وسله وال ووژل شول او اووه ټپيان شول.
دغه راز په ورته وخت کې د دې ولايت بټي کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې په هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو دوه غړي، چې ورونه و وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو يو عراده موټر سايکل هم لمنځه وړل شوی.
وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته