پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خوست کې پر پولیسوچاودنې مرګ ژوبله واړوله
نیټه: Wed, 11 Oct 2017 09:52:35 +0000


 
د خوست په مرکز کې د دويمې امنيتي حوزې اړوند د ميخانيکي انسټيټيوټ تر څنګ د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه ماین چاودنه کړې ده.
د خوست د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه نن سهار نهه نيمي بجې په داسې حال کې شوې چې پوليس ښار ته د ننوتونکو موټرو پر تلاشۍ بوخت وو.
د سرچينې په حواله، په چاودنه کې دوه پوليس ټپيان شوي او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. خو د خوست ملکي روغتون يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط وويل چې د پېښې له ځايه روغتون ته د يوه وژل شوي پوليس مړی وروړل شوی دی.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د خوست په مرکز او ځينو نورو سيمو کې د نا امنۍ ګراف مخ پر لوړېدو دى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته