پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دپکتیا په دوو ولسوالیوکې ۱۵ وسله وال وژل شوي
نیټه: Wed, 11 Oct 2017 09:56:02 +0000

 
 د پکتيا په دوو ولسواليو کې د هوايي بريدونو له امله ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د سيد کرم ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال کمين شينواري د تلې په ١٩مه وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د دې ولسوالۍ په بوکر سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه وايي چې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
دغه راز د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم هم  وويل چې تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ په وچ غړک سيمه کې بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په سيد کرم او احمد ابا ولسواليو کې ١٥ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته