پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دفوټبال نړیوالې شورا د پاکستان په فوټبال بندیز لګولې
نیټه: Wed, 11 Oct 2017 10:23:03 +0000

 

د فوټبال نړۍوالی شورا په‌خپله رسمي وېبپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان فوټبال فدراسیون د دوی له‌خوا له بندیز سره مخ شوی.
د فیفا د دې پرېکړې دلیل دا ښودل شوی‌دی، چې له څه مودې راهیسي د فوټبال نړۍوالې شورا د اصولو خلاف د پاکستان فوټبال فدراسیون د دفترونو او مالي چارو واک د هغه شخص په لاس کې دی، چې د پاکستان محکمې ټاکلی دی.
د فیفا د غړیو هېوادونو فوټبال فدراسیونونو په چارو کې حکومتي لاس‌وهنې نه مني او همېش د دې ادارو په استقلالیت ټینګار کوي.
ویل کېږي، چې د روان ۲۰۱۷ کال اکتوبر له ۱۰ مې نېټې څخه د پاکستان فوټبال ملي لوبډله او د دې هېواد رسمي فوټبال کلپونو په اسیایي او نړۍوالو سیالیو کی ګډون نه‌شي کولی.
د خبرپاڼې له‌مخې، دغه راز تر هغې چې د پاکستان فوټبال فدراسیون له بندیز سره مخ او ځنډول شوی‌وي؛ د یاد هېواد فوټبال فدراسیون هېڅ غړی او چارواکی له پرمختیایي پروګرامونو ګټه نه‌شي اخیستلی او هم د فوټبال اسیایي او فیفا په روزنیز کورسونو او ورکشاپونو کی ګډون نه‌شي کولی.
همدارنګه د فوټبال نړۍوالی شورا او اسیایي فوټبال شورا هېڅ غړی هېواد د دې حق نه‌لري، چی د پاکستان فوټبال فدراسیون سره د دې بندیز په موده کې اړیکه لري او یا ورسره اړیکې وپالي.
فیفا په‌خپله خبرباڼه کی دا هم ویلي، چې دا بندیز او د پاکستان فوټبال فدراسیون ځنډېدل به تر هغې دوام ولري، چې د پاکستان فوټبال فدراسیون دفترونه او مالي چارې بېرته د یاد هېواد فوټبال فدراسیون په واک کې نه وي ورکړل شوې.
پاکستان په ۱۹۴۸ کال کې د فوټبال نړیوالې شورا غړیتوب واخیست، په ۱۹۹۴ کال کې د یادې شورا غړیو هېوادونو په درجه‌بندۍ کې ۹۵م مقام ته ورسېد؛ خو اوسمهال په نړۍواله درجه‌بندۍ کې ۲۰۰م مقام لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته