پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسي جرګې پرکرېډټ کارټونو د مالیې اخیستلوقانون لغوه کړ
نیټه: Wed, 11 Oct 2017 12:49:14 +0000

 

ولسي جرګې د مخابراتي شبکو له پېرېدونکو د مالیاتو کرځولو قانون د رایو په غوڅ اکثریت رد کړ.
ولسي جرګه د دې قانون د رد دلیل د مخابراتي محصول د قانون د دوو مادو نقضول، د شفاف سېستم نه‌ْشتوالی او د مالیاتو بې‌ځایه لګښت ګڼي.
د یادې جرګې غړیو د چهارشنبې په ورځ د دوی په عمومي غونډه کې وویل، حکومت او په تېره د مخابراتو وزارت نه دی توانېدلی چې په وروستیو شااوخوا دوو کلونو کې، د یو منظم برېښنا يي سیسټم له لارې د کرېډټ کارټونو د مصرف کوونکو کره لګښت معلوم کړي.
دوی ویل، دغه مالیه د مخابراتي شبکو د اسنادو پرمټ دولت ته ورکول کېږي چې شفافیت په کې نه دی لیدل شوی.
د جرګې د مخابراتو او مواصلاتو او نورو کمېسیونونو د غړیو له دلایلو وروسته، پر موضوع رایې ګیري وشوه او د جرګې د دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي چې په دغه ورځ يې د جرګې مشري کوله درایوپه اکثریت محصول لغوه شو.
 د ټلیفونونو د کرېډټ کارټونو له لګښت څخه د لس فیصده مالیې د اخیستلو پرېکړه په ۱۳۹۴لمریزکال کې د حکومت لخوا وشوه، خو د ولسي جرګې غړیو له هماغې نېټې راهیسې دغې مسئلې ته د شک په نظر کتلي او ویلي دي چې د حکومت د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو د کموالي له امله ناممکنه ده چې له مخابراتي شبکو څخه شفافه مالیه د دولت بودجې ته ورسېږي.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون رئیس قیس حسن چې دغه موضوع یې له څو میاشتو راهیسې څارلې وویل، د مخابراتو وزارت چې د دغې مالیې د روڼتیا په اړه له دوی سره کومې ژمنې کړي‎، هغه یې نه دي عملي کړي او باور لري چې د افغانستان د خلکو دغه لس فیصده مالیه په بشپړه توګه، د دولت بودجې ته نه رسېږي.
حسن وویل، د مخابراتو وزارت پخپله د مخابراتي محصولاتو قانون په پام کې نه دی نیولی.
د ده په خبره د مخابراتي محصولاتو د قانون په دویمه او لسمه ماده کې راغلي د مخابراتو وزات به د کرېډټ کارټونو د مصرف کوونکو لپاره په شپږو میاشتو کې برېښنایي بلینګ سیسټم جوړوي خو تراوسه هم دغه کار نه دی شوی.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون د معلوماتو له مخې اوسمهال په هېواد کې شااوخوا ۲۴ میلیونه موباییل ټلیفونونه کارېږي.
 د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه .
د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسي جرګه د قوانینو د تصویبولو، ردولو او په کې د بدلونونو د راوستلو صلاحیت لري.
د دغې جرګې د معلوماتو له مخې د کرېډټ کارټونو د لس فیصده محصول د ردولو موضوع به جمهوري ریاست ته وړاندې شي او وبه لیدل شي چې په هکله یې څه پرېکړه کېږي.
اوسمهال په افغانستان کې څلور خصوصي او یوه دولتي مخابراتي شبکه فعالیت کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته