پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کونړ کې څلور داعشیان له وسلوسره یوځای نيول شوي
نیټه: Thu, 12 Oct 2017 12:08:47 +0000

 
 د کونړ ولايت چارواکي وايي چې د څلورو داعش وسله والو په ګډون پنځه وسله وال مخالفين نيول شوي دي.
په دغه ولايت کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال میرویس ساپي د تلې په ٢٠مه رسنیوته وويل چې دا وسله وال مخالفين په څوکۍ چپه دره او اسمار ولسواليو کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې په چپه دره او څوکۍ ولسواليو کې د داعش ډلې څلور وسله وال له دوو موټرسايکلونو او وسلو سره نيول شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل چې یو وسله وال طالب هم په اسمار ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا د ملي امنيت ځواکونو په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو پر مهال درې وسله وال طالبان وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.
د ملي امنيت سرچينې وايي چې دغه عمليات نن  سهار ترسره شوي او له وسله والو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته