پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې د۳۲ میلونه افغانیوپه لګښت دکرنیزوپروژو چاروې پيل شوې
نیټه: Sat, 14 Oct 2017 14:07:47 +0000

 

دننګرهار والي دا پروژي مهمي بولي او وايي  چې په پلې کیدو سره به يې د کرنې په برخه کې ډېر پرمختګونه رامنځ ته شي.
 بل خوا دولایتی شورا وکیلان وايي که پدې پروژوکې د فساد له شتونه خبر شي نو پروړاندي به جدې غبرګون وښايي.
په ننګرهار کي دکرني او مالدارۍ ریاست له لورې د جهاني بانک په مالي مرسته د۳۲میلونه افغانیو په لګښت دشپږو کرنیزو پروژو چاري پیل شوي.
 دکرني او مالداري ریاست چارواکي وايي  چې ددې پروژو په تطبیق سره به دکرني په برخه نه یواځي دختیځ زون بلکي دهیواد نورو ولایتونو ته هم د مناسبو تخمونو دکمښت ستونزې هواري شي. 
ولایتی چارواکي هم دکرني په برخه کې دا ډول پروژې مهمي بولي او زیاتوي چې ددې پروژو په پلي کیدو سره به دکرني او مالدارۍ ریاست دکارکوونکوپه چارو کی سهولتونه او د کرنې په برخه کې به مهم پرمختګونه رامنځ ته شي. 
 خو د بصیرت شرکت کارکوونکي چي ددې پروژو درغولو چارې پرمخ وړي ډاډ ورکوی چې یادې پروژی به په معیاري ډول دهر ډول فساد پرته پرمخ وړی. 
 دیادونی وړ ده چي تیره اونۍ هم دکرني اومالداری په برخه کي د۱۶ میلونه افغانیو په لګښت دکرنیزو پروژو چاري پیل شوي چي یادي پروژي به داتلسو میاشتو په اوږدو کي ګټي اخیستی ته وسپارل شی.
د پچیر اګام ولسوالۍ چارواکي وايي چې د پخواپه پرتله ددې ولسوالۍ امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.
 ځايي اوسیدونکي هم مني چې اوس ددې ولسوالۍ امنیتي وضیعت تر پخوا ښه شوی خوله مسؤلو امنیتي چارواکو غواړي چي تصفیه کړی سیمي دې بیرته نه خوشي کوي.
پچېر اګام د ننګرهار یو له هغو ولسوالیو څخه شمیرل کيږي چې په تیر یو کال کي به تري کله هم دطالب او داعش وسله والو او کله هم دا فغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ دسختو وسله والو نښتو، چاودنو او نا امنیو راپورنه خپریدل خوتازه ددې ولسوالۍ چارواکي وايي چې اوس د پچیراګام ولسوالۍ په امنیتي وضعیت کي دپام وړ ښه والی راغلی.
ځايي اوسیدونکی هم ددې ولسوالۍ له امنیتي وضعیته خوښ دي او وايي چې څو میاشتي وړاندې وضعیت له اوسني هغه سره د پرتلي نه دی. 
خو لاهم ویره لري چې ګني امنیتي مسؤلین به لکه د ننګرهار د نورو ولسوالیو په پچیر اګام کې هم له وسله والو مخالفینو تصفیه کړي سیمی بیرته هغوی ته پرې ږدي چې بیا به وضعیت له پخواني هم بدتر شي. 
د یادونې وړ ده چې شاو خوا اته میاشتې وړاندې داعش وسله والو  پچیر اګام ولسوالۍ کې خپل فعالیتونه پیل کړل چې ورسره سم یې ځايي اوسیدونکي یې پر وړاندې پاڅون پیل کړاو د داعش ډلۍ او ځايي پاڅون کوونکو ترمنځ د څو میاشتې له تودو جګړو وروسته د امنیتي ځواکونو په مرسته ځايي پاڅون کوونکي په دې وتوانیدل چې سیمه په بشپړ ډول تر خپل واک لاندې راولي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته