پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دخوست سوداګروايي پاکستان پرې لاره تړلې
نیټه: Sun, 15 Oct 2017 14:40:52 +0000

په خوست کې د جلغوزیو سوداګر وايي پاکستان پرې لاره تړلې او جلغوزي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

په دې ولایت کې د سوداګرې خونې مسؤلین پر دولت نیوکه کوي چې د جلغوزو او نورو تازه او وچو ميوو لپاره د ن مارکېټ په موندلو کې پاتې راغلی دی.
ولایتي اداره ستونزې مني خو وايي چې هڅې یې پیل کړي ترڅو د جلغوزیو پر وړاندې پرتې ستونزې به حل کړي.
په خوست کې د جلغوزيو افغان سوداګرو وايي، له دې امله چې پاکستان پرې لار تړلې ده، جلغوزي د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د خوست د جلغوزيو په مارکېټ کې د افغان سوداګرو په وينا پاکستاني ځواکونه د ناڅرګندو دلايلو پر بنسټ دوی ته اجازه نه ورکوي، چې خپل جلغوزي پاکستان ته واړوي او بيا پر چينايي سوداګرو وپلوري.
د جلغوزيو سوداګرو د اتحاديې مشر شهزاده ځدراڼ وايي ، چې پاکستان د انګور اډې لار پرې تړلې او د تورخم بندر له لارې يې پرې محصول لوړ کړی او پر جلغوزيو بار موټر يې ولاړ دي.
د شمېرو له مخې تېرکال د خوست د جلغوزيو له مارکېټ څخه د ۷۷ ميليونو ډالرو په قيمت ۳۵۰۰ ټنه جلغوزي د پکتيکا د انګور اډې له لارې پاکستان او بيا چين ته صادر شوي وو.
د دې مارکېټ د مسوولينو د معلوماتو له مخې تېرکال يو ټن جلغوزي په ۲۲ زره ډالر پلورل شوي وو او سږکال يې تر اوسه ثابت نرخ له دې امله نشته، چې لارې پرې تړل شوې دي.
د ياد مارکېټ يوه سوداګر بني زار خان وايي، چې سږ کال يې حاصلات زيات دي، خو که پاکستان ژر ورته لار خلاصه نه کړي، جلغوزي د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.
په عين حال کې د خوست د سوداګرۍ د خونو رئيس نواب اميرزي پر دولت نيوکه وکړه، چې نه يواځې د جلغوزو، بلکې د نورو تازه او وچو ميوو لپاره د نړيوال مارکېټ په موندلو کې پاتې راغلی دی.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې له نړيوالو سوداګرو سره خبرې وکړي او زمينه ورته برابره کړي، چې د افغانستان ميوه جات نېغ په نېغه د دغه هېواد په نوم نړيوالو مارکېټونو ته په ښه بيه ورسېږي.
په ورته وخت کې د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د جلغوزيو پرمخ د لارې پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړه، خو ويې ويل چې ولايتي اداره يې د هواري پوره هڅه کوي.
مبارزځدراڼ زياته کړه، چې ولايتي ادارې په کابل کې د چين له سفارت او چينايي سوداګرو سره خبرې کړې، څو دې ته يې وهڅوي چې جلغوزي وپېري.
د سوداګرو په وينا اړينه بلل کېږي، چې د جلغوزيو د حاصلاتو له ضايع کېدو څخه د مخنيوي او همدارنګه د پروسس او بسته بندۍ په برخو کې دولت په معيار برابرې اسانتياوې ورته چمتو کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته