پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان د فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې شوی
نیټه: Wed, 18 Oct 2017 12:19:05 +0000

 

د فوټبال نړیوالې شورا له‌خوا په نړیواله کچه د بېلابېلو نړیوالو دوستانه او غوراوي پړاو سیالیو پای ته رسېدو سره د هېوادونو نوې درجه بندي اعلان شوه.
د فیفا رسمي وېبپانې له‌خوا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کی د افغانستان له‌پاره هم ښه زیری دی، چې له ۴ هېوادونو را مخکې شوی او له ۱۵۸ مقام څخه ۱۵۴ مقام ته رسېدلی دی.
افغانستان د فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې وروسته له هغې را مخکې کېږي، چې تېره اوونۍ یې په خپل کوربتوب د تاجیکستان په دوشنبې پامیر فوټبال لوبغالي کې له اردنۍ پیاوړې فوټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ مساوي کړه او په کم توپیر یې د بریا چانس له لاسه ورکړ.
د عربي اماراتو په کوربتوب ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام سیالیو ته د غوراوي پړاو لوبه کې د افغانستان او اردن ترمنځ لوبه له ګولونو څخه ډکه وه، چې د لوبې د پای ۷ دقیقې وړاندې افغان لوبډله ۳ د ۲ ګولونو په وړاندې مخکې وه؛ خو اردنۍ لوبډلې د برابرۍ دریم ګول ترسره کړ.
افغان فوټبال ملي لوبډلې تېره میاشت ۱۴۷ امتیازونه لرل خو اوس ۱۶۸ امتیازونه لري، چې د سویلي اسیا په کچه له هندوستان وروسته دویم او په اسیایي کچه بیا ۲۸ مقام له ځان سره لري.
د تېرې میاشتې نړیواله درجه بندۍ په څېر لومړیو ۶ مخکښو فوټبال ملي لوبډلو د روانې میاشتې په درجه بندۍ کې هم خپل مقامونه ساتلي دي، چې المان لومړی، برازیل دویم، پرتګال دریم، ارجنټاین څلورم، بلجیم پنځم او پولینډ بیا شپږم مقام کې ځای لري.
دغه راز په نوې درجه بندۍ کې ۷ مقام لرونکې فرانسوۍ لوبډله له یو هیواد او ۸ مقام لرونکې اسپانوۍ لوبډله له ۳ هېوادونو را مخکې شوي دي.
په اعلان شوې نوې درجه بندۍ کې په اسیایي کچه ایران، د سویلي امریکا په کچه مکسیکو، په مرکزي او شمالي امریکا کچه برازیل، په افریقایي کچه تونس، په اروپایي کچه جرمني او په اقیانوسیه کچه نیوزیلینډ لومړي مقامونه نیولي دي.
د اسیایي فوټبال شورا د اعلان شوي مهال وېش له‌مخې افغانستان د روان کال تر پایه یوازې یوه رسمي فوټبال سیالۍ لري، چې د روان کال نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه به یې له ویتنام فوټبال ملي لوبډلې سره د هغوی په کوربتوب ترسره کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته