پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ۱۴۰۰زره بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي
نیټه: Thu, 19 Oct 2017 12:00:50 +0000

 
دننګرهار ولایت دبیلابیلو ولسوالیو ۱۴۰۰۰بزګرانوته د۷۰۰ ټنه اصلاح شو و تخمونو دویش لړۍ پیل شوه. 
دننګرهار د بېلا بېلو ولسوالیو بزګران وايي چې اصلاح شوې تخمونه د بزګر انو په نامه قومي مخورو او ځايي زورواکو ته ورکول کيږي. 
خو د کرنې ریاست چارواکي بیا دا خبرې ردوي او د اصلاح شوو تخمونو د وېش په برخه کې د شفافیت ډاډ ورکوي. 
دننګرهار والي وايي چي سږ کال دنورو کلونو سره په توپیر اصلاح شوي تخمونه په خپل وخت بزګرانو ته ویشل کيږي چي په نتیجه کی به يي دبزګرانو حاصلات هم لوړ شي. 
خو بزګران دکرنې ریاست له چارواکو ګیله لري او وايي چې دبزګر په نوم راوړل شوي اصلاحي تخمونه دولسوالۍ قومي مشران او ځايي زورواکي په خپلو منځو کي سره ویشي چي مستحق بزګر ترې بې برخې پاتي کيږي. 
خو دکرني ریاست چار واکي بیا داصلاحي تخمونو دویش په برخه کي دبزګرانو له لورې شوې نیوکې ردوي او وايي دننګرهار ولایت په ټولو ولسوالیو کي اصلاح شوي تخمونه دولسوالۍ دشوراګانو،دکرنې ریاست دکارکوونکو او قومي مخورو په شتون کې  په شفاف ډول ویشل کېږي.
دا لومړی ځل نه دی چی بزګران داصلاحي تخمونو دویش په پروسه داډول نیوکي کوي بلکي له دی پخوا يی هم پدې پروسه داډول نیوکې لرلي چی مسؤلو چارواکو يي نیوکو ته په رد ځواب ویلی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته