پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان د انټرکانټينینټل کپ سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ
نیټه: Sat, 21 Oct 2017 10:37:44 +0000

 

افغان کرکټ ملي لوبډلې د لویو وچو جام (انټرکانټېنېنټل) ۶مه لوبه کې کوربه هانګ‌کانګ کرکټ ملي لوبډلې ته په اسانۍ سره ماتی ورکړه.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې د اصغرستانکزي او جاوید احمدي د سلیزو او دغه راز د راشد خان ارمان، دولت ځدران او ظاهرخان د ښې توپ‌اچونې په‌واسطه له یوې یو اړخیزې لوبې وروسته په یوه وار او ۱۷۳ منډو بریا خپله کړه.
په‌دې بریا سره افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبې ټول ۲۰ واړه امتیازونه وګټل او له ایررلینډ څخه یې د ۱۲ امتیازونو په مخکیوالي سره لومړی مقام ونیولو.
د دغې څلور ورځنۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هانګ کانګ ټوله لوبډله په ۱۴۲ منډو او په دوهمه پاڼۍ کې په ۱۵۰ منډو وسوځېده.
افغان لوبډلې بیا يوازې په يوه پاڼۍ کې د پنځو لوبغاړو په تاوان ۴۶۵ منډې جوړې کړې وې.
په دغه سیالۍ کې د افغان توپوهونکو له ډلې کیپتان اصغر ستانکزي ۱۲۵ او جاوید احمدي ۱۰۸ منډې جوړې کړې، خو په توپ اچوونه کې بیا راشد خان په دواړو پاڼیو کې ۷ او ظاهر خان ۵ لوبغاړي وسوځول.
 په روانو (انټرکانټېنېنټل) جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۸ هېوادونو کرکټ لوبډلې برخه لري، چې ټولو لوبډلو تر اوسه شپږ ­ـ شپږ سیالۍ کړې‌دي.
افغانستان له ۶ لوبو وروسته په ۵ بریاوو او ۱ مساوي لوبې سره په ۱۰۱ امتیاز لومړی، ایرلینډ په ۸۹ امتیازونو سره دویم، هالینډ په ۵۲ امتیازونو درېېم ، عربي امارات په ۴۷ امتیازونو څلورم، سکاټلینډ په ۴۶ امتیازونو پنځم، پي این جي په ۴۳ امتیازونو سره شپږم، هانګ‌کانګ په ۳۷ امتیازونو اووم او نمیبیا د ۲۷ امتیازونو په اخیستلو سره وروستی یا اتم مقام وګټلو.
ټاکل شوې‌ده، د روانو سیالیو په وروستۍ لیګ‌لوبه کې به افغان کرکټ ملي لوبډله له عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي، چې تر اوسه یې د کرکټ نړیوالې شورا نېټه نه‌ده اعلان کړې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته