پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان پرلسګونه قلمه افغاني محصولاتو ۳ برابره ګمرکي تعرفه لوړه کړې
نیټه: Sat, 21 Oct 2017 10:56:15 +0000

 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې پاکستان پر لسګونه قلمه افغاني محصولاتو درې برابره ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي په یوه خبري ناسته کې وویل چې پاکستان د میزان له ۲۵ مې را په دېخوا په دې اقدام لاس پورې کړی چې له امله يې افغان سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
الکوزي وویل چې د دې وضعیت دوام به پاکستان ته په افغان صادراتو منفي تاثیرات ولري.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته