پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سریلانکا د کرکټ مشهورو لوبغاړو پاکستان له تګه انکار کړی
نیټه: Sun, 22 Oct 2017 13:02:34 +0000

   
د سریلانکا د کرکټ مشهورو لوبغاړو پاکستان ته له تګه انکار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په لاهور کې د ترسره کېدونکې وروستۍ ۲۰ اوریزې سیالۍ لپاره د پاکستان حکومت ټول چمتووالی بشپړ کړی دی .
دا خبر پاکستانۍ رسنۍ ایکسپرس، د سریلانکا د کرکټ د غوراوي د کمېټې د مشر ګریم لبروني له قوله لیکلی دی.
د سریلانکا د کرکټ لوبډلې د کپتان په ګډون، نهو مشهورو لوبغاړو هغه هېواد ته له تګه انکار کړی دی.
دا لوبه چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۹مه تر سره کېږي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، لوبغاړو ته د یوه هېواد د جمهور رئیس په څېر پروتوکول او امنیت په پام کې نیول شوی دی.
پاکستان ته له هغې وروسته بهرنۍ لوبډلې د تګ زړه نه ښه کوي چې شااوخوا ۱۰ کاله وړاندې، د سریلانکا لوبډله د لاهور په ښار کې د یوه ترورېستي برید لاندې راغله.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته