پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د لغمان ۱۰۰۰ورزشکارانو له ملګرو ملتونودسولي غوښتنه کړي
نیټه: Sun, 22 Oct 2017 13:10:24 +0000

 

دوه متره پلن او د پنځوس متره په اوږدوالي په ټوټه لیکل شوی دا لیک د لغمان له ۱۰۰۰ ډېرو ځوانو ورشکارانو لیکلی، چې له ملګرو ملتونو نه په‌کې غښتل شوي، چې افغانستان کې د سولې راوستو له‌پاره رښتینې هلې ځلې وکړي.
دغه ورزشکاران او ځوانان چې نن یکشنبې د لغمان ولایت د المپیک امریت اړوند د بېلابېلو سپورتي لوبو له‌پاره په جوړ شوي جمنازیوم کې راټول شوي‌وو، په ملګرو ملتونو یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د سولې او امن د ټینګښت له‌پاره رښتینې هلې ځلې وکړي او نور دې د افغانانو وینو تویولو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د دې ولایت یو ورزشکار حکمتیار وویل، چې دوی دا لاسلیکونه د ملګرو ملتونو له‌پاره راټول کړي، چې هغوی ته د سولې اواز هغوی ته ورسوي او دا هم ور وښيي، چې فغانان هم سوله غواړي.
د خالد په نوم یو بل لوبغاړی وايي، دا یوازې د سولې له‌پاره ۱۰۰۰ کسیز کمپاین نه‌دی بلکې دا به د خلکو په ذهنونو ډېر تاثیر ولري. خالد د سولې په لپاره پورته‌کېدونکی انفرادي غږ هم ډېر ګټور بولي.
دغه ځوانان وايي، په هېواد کې د وروستیو شدیدو ناامنیو نه په تاثر یې وغوښتل، د سولې پیغامونه د ورزش له لارې تر نړیوالو وروسوي.
دوی وايي، د سولې دغه ۱۰۰۰ کسیز کمپاین د ولسي خلکو په رواني حالت مثبت تاثیر کولای شي.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فیضان‌الله پټان رسینو سره خبرو کې وویل، له ۱۰۰۰ ډېرو ورزشکارانو د سولې دغه غږ به تر ملګرو ملتونو هرو، مرو رسېږي.
نوموړي وویل د دې ولایت ځوانان به د سولې د راوستلو او نړیوالو ته د سولې پیغامونو د رسولو دغه ډول هڅې دوامداره وي.
د سولې او ژوند له‌پاره د ورزشکارانو او ځوانانو ۱۰۰۰ کسیز کمپاین په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو ورزشکارانو د دولت پر وسله‌والو مخالفانو هم غږ وکړ، چې له جنګه لاس واخلي او د سولې لار دې خپله کړي.
دغو ورزشکارانو د سولې او ټیکاو په اړه لیکل شوي ګڼ شعارونه له ځانه سره لېږدول.
دغه لیک لغمان والي عبدالجبار نعیمي ته په‌دې موخه سپارل شوی، چې هغه به یې کابل کې د ملګرو ملتونو تر دفتره په مکتوبي شکل ورسوي.
د سولې له پاره دغه غږ داسې مهال پورته کېږي، چې په دې وروستیو څو ورځو کې بېلابېل ولایتونه د ډېرو امنیتي پېښو شاهدان وو، چې له امله یې ګڼ امنیتي ځواکونه او دغه راز ملکي وګړي ووژل شول او ځینې نور ټپيان شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته