پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهارپه کامي ولسوالۍ کې د۵۳ میلیونه افغانیوپه لګښت تړون لاسلیک شو
نیټه: Mon, 23 Oct 2017 12:20:02 +0000

د ننکرهار په کامي ولسوالۍ کې د اوبو د سربندونو د پراخوالي لپاره د ننګرهار چارواکو د جاپان هېواد د پي  ایم ایس د یوې خیریه موسسي سره یو تړون لاسلیک کړ.

 دغه تړون د ننګرهارد والي ګلاب منګل او په ننګرهار کې د پي ایم ایس خیریه موسسي د مشر ډاکتر ناکا مورا ترمنځ لاسلیک شو. 
د ننګرهار د کامي ولسوالۍ د اوبو د سربندونو تړون د لاسلیک پرمهال په ولایتي شورا کې د خلکو استازو او د کامي ولسوالي یو شمیر قومي مشرانو هم ګډون کړی وو. 
د ننګرهار والی ګلاب منګل وايي چې د کامي په ولسوالي کې د اوبو پر یادو سربندونو باندي ۵۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړي شي.
د ننګرهار والي وايي ددې سربندونو د جوړیدو سره به  د کامې ولسوالۍ بزګران  په ټولو موسمونو کې د ځمکو د خړوب لپاره پریمانه اوبه ولري. 
په ننګرهار کې د پی ایم ایس خیریه موسسي مشر ډاکټر ناکامورا وویل خیریه موسسه به په ننګرهار کې خپلو پراختیايي پروګرام ته به دوام ورکړي. 
په همدې حال کې د کامې اوسیدونکي وايي ددې سربندونو د پراختیا سره به یې د اوبو د کمښت ستونزه حل شي او د ځمکو حاصلات به زیات شي.
 د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ناصر کاموال د پی ایم ایس مو سسي له مسولینو غوښتنه وکړه چي ننکرهار په هغو ولسوالیو کې دې هم ورته کارونه تر سره شي چې بزګران یې د کښت پرمهال د اوبو د کمښت سره مخ کیږي.
 د یادونې وړ ده چې د پی ایم ایس خیریه موسسې له دې  وړاندې هم د ننګرهار په کامي ولسوالي د اوبو یو شمیر نور سربندونه جوړ کړي وو چې تر ډیره د بزګرانو ستونزې ورسره حل شوی خو د اوسنۍ سربندونو د پراختیا سره به د کامې ولسوالۍ د بزګرانو د اوبو د کمښت ستونزه د تل لپاره حل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته