پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دافغانستان جلغوزي دپاکستان په نوم بهرنیو هیوادونو ته صادریږي
نیټه: Tue, 24 Oct 2017 10:03:01 +0000

دجلغوزیو سوداګروايي له نورو هیوادونو سره دمستقیمو سوداګریزو اړیکواو دمناسب مارکیټ دنشتون له امله دافغانستان  جلغوزي په نیمه بیه په پاکستان هیواد کې پلورل کیږي. 

بلخوا  د سوداګرواتحادیه وايي چې په ځلونو ځلونو یې دا ستونزه له مرکزې حکومت سره شریکه کړي خو لاهم داستونزه په خپل ځای پاتې ده. 
دافغانستان دجلغوزیو سوداګر وايي چې په هیوادکې د تولیدیدونکو جلغوزیو لپاره دمناسب مارکیټ او دبهرنیو هیوادونو سره په مستقیمه توګه دسوداګریزو اړیکو دنشتون له امله دوی خپل چلغوزې په پاکستانیو سوداګرو پلوري او بیا همدا چلغوزي د پاکستانیو تولیداتو په نوم په نړیوال مارکیټ کي پلورل کيږي. 
داسوداګر وايي چې پاکستاني سوداګر يې له مجبوریته ناوړه ګټه پورته کوي او دجلغوزیو دڅيزن پرمهال پري دپاکستان حکومت سوداګریزې لاري بندوي تر څو افغان سوداګر مجور شي چې په نیمه  بیه یې وپلوري. 
د ننګرهار د وچو میو د سوداګرو داتحاديي مشر هم داستونزه مني او وايي چې په ځلونو ځلونو يې دافغان سوداګرو داستونزه له مرکزي حکومت سره شریکه کړي خو په وینايي  چې لاهم داستونزه په خپل ځای پاتي ده او مرکزي حکومت ددې ستونزې دحل لپاره جدي اراده نلري. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته