پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې د زیتونوحاصلات لوړ شوي
نیټه: Wed, 25 Oct 2017 10:29:25 +0000


 
دکانال ریاست مسؤلین دکانال ریاست په تشکیل کې د کارکوونکو کمښت د خپلو کارونو پر وړاندې جدي خنډ بولي او د زراعت وزارت له چارواکو غواړي چې دې برخې ته دې پام وکړي. 
دننګرهار دکانال ریاست چارواکي وايي چې سږ کال د تیرو څو کلونو په پرتله د زیتونو حاصلات لوړشوي. 
د ننګرهار دکانال ریاست په شاوخوا لس زره جریبه ځمکه د زیتونو باغونه کرل شوي چې څو لسیزي وړاندې يې د خو حاصلاتو له امله نړیوال شهرت لره خوله تیرو څو کلونو راهیسي يې  حاصلات چندان ښه نه وو خو اوس یوځل بیا مسؤل چارواکي د زیتونو دحاصلاتو د لوړېدو خبره کوي او له عوامو غواړي چې د زیتونو د حاصلاتو په ټولولو کې له دوی سره مرسته وکړي. 
هغه زياته کړه، د زيتونو له حاصلاتو د زيتونو په فابريکه کې د زيتونو تېل او اچار جوړېږي، چې په هيواد کې د پلور ترڅنګ بهرنيو هيوادونو ته هم استول کېږي..
دکانال ریاست چارواکي د کرنې او مالدارۍ وزارت له مسؤلینو غواړي چې د ننګرهار دکانال ریاست ته دې خپله پاملرنه ډېره کړي ترڅو یوځل بیا د زیتونو حاصلات خپل پخواني حالت ته وروګرځي. 
بل پلو دکانال ریاست اړوند باغوانان وايي چې کارونه يې ډېر او امتیازات يې کم دي 
دوی له مرکزي حکومته ګیله لري او وايي چې له تیرو څو کلونو راهیسي ورسره د امتیازاتو د ډيریدو ژمني شوي خو په وینا يې تر اوسه يي عملي بڼه نه ده موندلي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته