پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

له کندهار څخه هند ته وچه او تازه مېوه و لېږدول شوه
نیټه: Sat, 28 Oct 2017 13:17:50 +0000

 

دا د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز د پرانیستو په لړ کې د کارګو الوتکې څلورمه الوتنه ده چې له کندهار هوايي ډګر څخه د هند نوي ډيلي ته کېږي.
د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت د لړم په ٦مه وویل دغه الوتنه تېر ماښام وشوه چې ۴۰ ميټریک ټنه وچه او تازه مېوه په کې بار وه.
دی وايي، په لېږدول شوې مېوه کې انګور، انار، انځر او نور شامل وو.
 د ده په خبره، له هغه وروسته چې د افغانستان او هند تر منځ هوايي دهلېز پرانیستل شوی، دا له کندهاره په مېوې بار د کارګو الوتکې څلورمه الوتنه وه.
نوموړي زیاته کړه چې دغه لړۍ په ښه توګه روانه ده او په راتلونکي کې به د ورته الوتنو شمېر هم ډېر شي.
چارواکي وايي، د دغه هوايي دهلیز  د بریالیتوب په موخه د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ ګړندۍ کوي او سوداګرو ته به ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړى د افغانستان د سوداګرۍ خونې له چارواکو غوښتنه کوي چې د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ ته دوام او پراختیا ورکړي، ځکه د ځمکنۍ لارې په پرتله د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد هم ارزانه او هم اسانه دی.
د ځمکې له لارې هند ته د مېوو لېږد ۶ ورځې وخت اخلي او پر یوه کیلو ګرام ۶۰ سینټه لګښت راځي، خو د هوا له لارې د مېوو لېږد په څو ساعتونو کې ترسره کېږي او پر یوه کیلوګرام ۲۰ سینټه لګښت راځي.
د ده په خبره، له کندهار څخه هند ته د کارګو الوتنو ځنډ د ځینو تخنیکي ستونزو له امله و چې اوس حل شوې دي.
د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز څو میاشتې وړاندې د ولسمشر له خوا پرانیستل شو چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي کچې لوړول او د ترانزیټي موانعو لرې کول دي.
هغه زیاته کړه، د هغو معلوماتو له مخې چې دوی ته رسېدلي پاکستان د سلګونه قلمه  صادراتي اجناسو محصول لوړ کړی چې په دې برخه کې د کندهار انار او انګور هم شامل دي.
دی وايي، تر دې مخکې پاکستان پر یو ټن انارو ۶ زره کلدارې محصول اخیست خو اوس ۱۵ زره کلدارې اخلي، دغه راز مخکې پر یو ټن انګورو ۸ زره کلدارې محصول اخیستل کېده، اوس ۲۸ کلدارې اخیستل کېږي.
نوموړی دا ډېر لوړ محصول ګڼي او وايي، که په همدې بڼه پاکستان ته له کندهاره د مېوو د صادراتو لړۍ روانه وي، نو سوداګر ان خپله کرایه هم نه شي جوړولی.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سوداګرو دغه ستونزه یې له ولسمشرۍ ماڼۍ، اړوندو وزارتونو او د پاکستان له سفارت سره شریکې کړې خو لا حل شوې نه ده.
پاکستان هر کال افغان سوداګرو ته د مېوو په موسم کې ستونزې پېښوي او د لارې د بندولو تر څنګ زیات محصول وضع کوي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې هره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې پاکستان او هندوستان ته له ۲ تر ۲،۵ زره ټنه مېوه صادرېدله.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته