پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دکرکټ په ۴ ورځنیوسیالیوکې سپین غر او بست لوبې ګټلي
نیټه: Sun, 29 Oct 2017 12:23:46 +0000

 
 د کورني کرکټ اړوند احمدشاه ابدالي څلور ورځني کرکټ سياليو په لړ کې د سپين غر او بُست زونونو لوبډلو خپلې لوبې وګټلې.
دا څلور ورځنۍ لوبې د ننګرهار په غازي امان الله خان او د کابل په کرکټ لوبغالو کې ترسره شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٧مه وويل چې په غازي امان الله خان لوبغالي کې د سپين غر او امو زونونو تر منځ لوبه وشوه چې د سپين غر په بريا پاى ته ورسېده.
د دې لوبې پچه د امو لوبډلې ګټلې وه، امو په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۶ منډې جوړې کړې، په ځواب کې يې د سپين غر ۲۸۲ لوبډلې منډې جوړې کړې.
هوتک وايي چې د امو لوبډلې په دويم اننګز کې ۲۲۱ منډې جوړې کړې او د لومړي اننګز کې تر کمو منډو وروسته يې سپين غر ته د ١٣٦ منډو هدف ورکړ.
د سپين غر لوبډلې ياد هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او دا لوبه يې وګټله.
 د دوى له خوا مسلم موسى غوره لوبغاړى اعلان شو.
بلخوا په کابل کې د بُست او مس عينک لوبـډلو تر منځ ترسره شوې څلور ورځنۍ لوبه د بُست په بريا پاى ته ورسېده.
د بُست لوبډلې په لومړي اننګز کې ٢٨١ او په دويم اننګز کې ٢٦٣ منډې جوړې کړې، د مس عينک لوبـډلې په لومړي اننګز کې ٢٤٧ او په دويم ٢٢٤ منډې جوړې کړې، دغه راز د بُسټ لوبـډلې دا لوبه د ٧٣ منډو په توپير سره وګټله.
په دې لوبه کې د بُست له لوري کريم صادق ١١٤، سميع اغا ٦٣ او بهار شينواري ٦٤ منډې ، له مس عينک څخه فضل ځاځي ٦٣، رحمت سهاک ٥٤ او رحيم منګل ٦٨ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د مس عينک له لوري محمد عالم ١١، ضياء الرحمن ٧، او کريم صادق ٤ لوبغاړي وسوځول.
محمدعالم د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د دې سياليو په لومړي پړاو کې سپين غر او مس عينک خپلې لوبې ګټلې وې. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته