پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د کليوالي لاسي صنعتونو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
نیټه: Tue, 31 Oct 2017 12:23:05 +0000

 

ننګرهار کې د کليو پراختيا رياست له لورې د کليوالي لاسي صنعتونو د بازار موندنې په موخه درې ورځنی نندارتون پيل شوی، چې ورته بېلابېل لاسي صنايعې راوړل شوې دي.
په دغه نندارتون کې چې د جلال اباد ښار اړوند د فوټبال په لوبغالي کې جوړ شوی، له نيمايي يې زيات د ميرمنو غرفې دي، چې په کې په خپل لاس ګڼډل شوې افغاني جامې يې په کې نندارې ته وړاندې کړې دي.
د ننګرهار د کليو پراختيا رييس مجيب الرحمن ضياء وويل، چې دا نندارتون د کليو پراختيا وزارت د کليوالي صنعتونو د پراختيا ملي پروګرام په چوکاټ کې د دوی د رياست له لورې پلان شوی دی.
هغه زياته کړه، په نندارتون کې ورسره د بېلابېلو کليوالي لاسي صنايعو ۳۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوي، چې ۱۷ هغه يې د ښځينه لاسي صنايعو او په ځانګړي توګه د افغاني کاليو دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د کليو پراختيا رياست دغو خلکو ته ټرينګونه ورکړي، ورسره يې نغدي مرستې هم کړي او دغه راز يې ورته يو شمېر ماشين الات هم ورکړي دي.
د نندارتون ګډونوال که څه هم دا ډول نندارتونونه د لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره ګټور ګڼي،خو وايي هغسې، چې بايد دغه نندارتون ته کمپاين شوی وی، څو خلک د اخېستو په موخه ورغلی وی، نه دی شوی.
بلخوا د ننګرهار د کليو پراختيا رييس مجيب الرحمن ضياء وايي، ياد نندارتون ته يې کمپاين هم کړی و، خو د خلکو د نه راتګ وجه يې خلکو سره د امنيتي اندېښنو موجوديت ياد کړ.
د يادولو وړ ده، چې ننګرهار کې بېلابېل صنعتي توکي توليديږي؛ خو ورته د بازار او خامو موادو نه موجوديت دغه توکي همداسې پټ ساتلي دي.
صنعتکاران وايي، که ورته د بازار زمينه برابره شي او هم خام مواد ورته دلته برابر شي، نو دوی کولی شي چې په خپله برخه کې ډير پرمختګ وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته