پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهارپه ښیوې ولسوالې کې دښوونځي ودانۍ جوړه شوه
نیټه: Wed, 01 Nov 2017 13:49:39 +0000

 

د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې د اسیايي بانک لخوا د  ۱۳ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د يو ښوونځي ودانۍ جوړه شوه
د سیمې اوسیدونکي او  زده کوونکي ددې ودانې د جوړېدو خوښ دی خو په ودانۍ کې د ستونزو له شتون څخه شکایت کوي.
بخلوا د پوهني ریاست مسؤلین وايي تر هغه به د ودانۍ چارې تسلیم نه کړي چې په کې شته ستونزې حل شوی نه وي .
د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې د اسيايي بانک د ۱۳ نيم ميليونه افغانيو په مرسته د يو ښوونځي ودانۍ ورغول شوه، چې د دغه ولايت د والي له لورې د پټۍ په پرېکولو پرانستل شوه.
د ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي سره له دې چې د ودانۍ په جوړېدو خوښ وو؛ خو د ودانۍ په چارو کې د ستونزو له موجوديته يې شکايت درلود.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د ښيوې ولسوالۍ د شګې لېسې لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ۸ درسي او څلور اداري خونې او دوه سيټه تشنابونه لري، چې د اسيايي بانک او پوهنې وزارت د ۱۳ نيم ميليونه افغانيو په لګښت رغول شوې ده.
د ولايتي شورا غړي سهراب قادري د شګې د لېسې او د پوهنې رياست په مسولينو غږ وکړ، چې د دغه ودانۍ کار دې تر هغه نه تسليموي، څو يې په بشپړه توګه کارونه نه وي خلاص شوي.
د ښېوې ولسوال عاشق الله سادات وايي په دې ولسوالۍ ځینې ښوونځې ودانۍ نه لري او ځينې يې د احاطې په برخه کې هم ستونزې لري
د پوهنې رياست سرپرست سيد عيسی سادات د لويو ټولګيو کتابونو ستونزه د هیواد په کچه ياده کړه او ټينګار يې وکړ، چې دغې ستونزې ته د حل لپاره هلې ځلې د وزارت په کچه پيل شوې دي.
د سيمې اوسېدونکو، زده کوونکو او ښوونکو که څه هم د ودانۍ جوړېدل د دوی د اړتيا د پوره کېدو په خاطر ګټوره ياده کړه؛ خو نيوکه يې کوله، چې د ودانۍ چارې له ډيرو ستونزو ډکې دي.
د سيمې يوه مدني فعال سيداګل وويل، چې د ښوونځي چارې يو غير مسلکي شرکت ته سپارل شوي، چې تر پرانستل کېدو وړاندې په کې ستونزې رامنځته شوې دي.
خو د دغې ودانۍ د جوړونکي شرکت (عبدالوافي ساختماني شرکت) يوه مسول اجمل مجاهد وويل، چې لا يې کارونه نه دي تسليم کړي او کارونه به يې تر ترميم وروسته وسپارل شي.
د پوهنې سرپرست رييس سيد عيسی سادات هم منله، چې لا يې ودانۍ نه ده تسليم کړې او تر هغه وخته، چې دغه ستونزې نه وي حل شوي، نو تسليمې يې نه اخلي.
هغه وويل، شرکت تر يوه کاله مسوليت لري، چې په ودانۍ کې رامنځته کېدونکې ستونزې او نيمګړتياوې حل کړي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د پوهنې رياست د يادې ودانۍ له جوړېدو سمه څارنه نه ده کړې؛ نو ځکه دغه ستونزې رامنځته شوي او که يې ستونزې حل نه کړي؛ نو دوی به په راتلونکي کې احتجاج وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته