پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مسولین: په جلال ابادښارکيې دپام وړبدلونونه راوستي
نیټه: Wed, 01 Nov 2017 14:03:26 +0000

 

د جلال اباد ښاروالي مسؤلین وايي په دې وروستیو کې یې د همکارو موسسو پر مټ په جلال اباد ښار کې یې د پام وړ بدلونونه راوستي.
دوی دا څرګندونې د پاک او زرغون پرورګرام د لړۍ د پیل په مراسمو کې وکړي.
پاک او زرغون  د جلال اباد ښاروالۍ د ښاري ښکلا او پاکي لپاره ځانګړی شوی پروګرام دی چې تر دې دمه یې ددې ښار په ډیرو سیمو کې پلی شوی .
د جلال اباد ښاروالي مسولین وايي چې په دې ولایت کې د همکارو موسسو په مټ بریالي شوي چې د ښار په بڼه کی د پام وړ بدلون رامنځ ته کړي
 د جلال اباد ښا والۍ مسولین وايي که د مرستندویه موسسو همکاری ورسره روانه وساتې نو په ښار کې به  د سمسورتیا له پلوه نور بدلونونه هم رامنځ ته شي
یادې څرکندوني د جلال اباد سرپرست ښاروال عبدالحکیم عمرخېل په دوهمي او څلورمې ناحیي کې د پاک او زرغون ښار د پروسي د پرانستي پرمهال وکړي.
 عمرخیل له ښاریانو غوښتنه وکړه چې د ښار په پاک ساتلو کې  دې له دوی سره همکاری وکړی او خپل کثافات دې په ټاکلو ځایونو کي واچوي
په ننګرهارکې د یو ان هبیتاب اداری یو مسول انجینر شیرزاد بیا د جلال له  څخه ښاریانو غوښتنه وکړه چې د ښار والی د کارونکو له لورې د پاک شویو سیمو څخه ساتنه وکړي او او خپلې سیمې پاکې وساتي 
 د ښار پاکې ددي کمپاین څو تنو برخوالو بیا له کورنیو غواړي چې د خپلو کورونو پاتي شوني دې د ویالو او سرکونو پرځای په کثافات دانیو کي ورواچوی 
د یو ان هبیتات او جلال ابادښاروالی مسولین وايي په پام کې لري چې د ښار په نورو برخو کې هم ورته د پاکي چارې ترسره کړي 
پا ک او زرغون چې د جلال اباد ښاروالی او د یو ان هبیتات اداري یوه کډه پروژه ده چې د تیر کال را هیسي په جلال اباد کې د ښار پاکي چاري پر مخ وړي تراوسه پوری يي د ښار په څو ناحیو کي د ښار پاکي چارې ترسره کړي دي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته