پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د پوهنې په برخه کې ٤٨ پروژې پلې شوې دي
نیټه: Thu, 02 Nov 2017 12:09:15 +0000

 
 د کاپيسا د پوهنې رييس وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د ٤٨ پروژو کارونه پيل کړي دي.
د پوهنې رييس محمد نسیم ساپي وويل چې په دې پروژو کې يې ګڼ کارونه بشپړ شوي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به د پاتې پروژو کارونه هم بشپړ شي.
هغه زياته کړه چې يادې پروژې ډېری د ښوونځیو د ودانیو او دېوالونو د جوړېدو په هدف پلې شوې دي.
د نوموړي په وينا، د دې پروژو لګښت له پنځوس زرو ډالرو څخه نيولې تر سلګونو زرو ډالرو پورې دى چې ورسره د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.
د کاپیسا د پوهنې رییس په وینا، ډېری مهال د پروژو پلي کوونکو شرکتونو ته د ډونرانو له خوا په لازم وخت کې پیسې نه ورکول کېږي چې له همدې امله د پروژو په پلي کېدو کې ګڼې ستونزې رامنځته کېږي.
بلخوا د کاپیسا د ولایتي شورا رییس حسین سنجنی وايي، اوسمهال د کاپیسا په ټولو برخو کې د ښوونځیو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي خو په یو شمېر ولسوالیو کې ځیني ښوونځي د ودانیو له ستونزو سره مخ دي.
هغه وويل چې هر کال د زده کوونکو شمېر زیاتېږي، د نجونو لپاره هم جلا ښوونځي جوړېږي چې له همدې امله په ځینو برخو کې د ښوونځیو د ودانیو ستونزې پر ځای پاتې دي.
د کاپیسا د مرکز د ده بابا علي سیمې ښوونکي غفور غفوري وايي چې د ښوونځي جوړېدو چارې يې بشپړې شوې، پخوا دوی په یو کرایه کور کې زده کړې کولي.
د نوموړي په وینا، اوسمهال په ډېری ښوونځیو کې د ودانیو تر څنګ لوی تفریحي میدانونه هم جوړ شوي دي چې ښوونکي او زده کوونکي د خوښۍ احساس کوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته