پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې د۲۴۰ میلیونه افغانیوپه ارزښت پروژه پيل شوه
نیټه: Sat, 04 Nov 2017 11:47:28 +0000

 

په ننګرهار  کې د اقلیم د بدلون پروخت د رامنځ ته کیدونکو پیښو د مخنوي په موخه د خطرونو دکموالي پروژه پیل شوه.
 دکرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې ددې پروژې چارې به په راتلونکو پنځو کلونو کي بشپړي شي خو لا هم دننګرهار بزګران دکرني په برخه کې د شته ستونزو شکایت کوي.
 په ننګرهار ولایت کې د اقلیم دبدلون پروخت درامنځ ته کیدونکو خطرونو د مخنوي په موخه د۲۴۰ میلونه افغانیو په لګښت پروژه پیل شوه. 
دکرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې د اقلیم د بدلون پر وخت درامنځ ته کیدونکو خطرونو دمخنوي لپاره به پدي پروژه کي لومړی د ننګرهار په کامي ،بهسود او کوزکونړ ولسوالیو کې استنادي دیوالونو ،بندونو او ویالو د جوړولو چارې تر سره شي چې له امله به يې ددې ولایت د بزګرانو پروړاندې پرتي ستونزي راکمي شي. 
 د ننګرهار والي دیادي پروژي په پرانیسته خوښي وښوده او زیاته يي کړه چي ددې پروژې په پیل سره به په زیات شمیر ښځينه او نارینه وو ته کارکولو زمینه برابره شي او ددې سربیره به داقلیم دبدلون پر وخت بزګرانو ته ورپیښ خطرونه کم شی. 
ننګرهار د هیواد یو له هغو ولایتونو شمیرل کيږي چې اکثریت وګړي يي په کرکیله بوخت دي خو د بزګرانو په وینا چې د مسؤلو چارواکو د نه پاملرنی له امله يي چارې ټکني دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته