پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خصوصي روغتونونه وضعه شوي مالیات غیري عادلانه بولي
نیټه: Sun, 05 Nov 2017 14:15:09 +0000

 

په ننګرهار دخصوصی روغتونونو داتحاديي غړي وايي پردوي وضعه شوي مالیات غیري عادلانه دي.
دوي ګواښ کوي که حکومت پرې وضعه شوي مالیات کم نه کړي نو خپل روغتونونه به وتړي. 
خومسؤل چارواکي دخصوصي روغتونونو داتحاديي دا نیوکي دهیواد په اساسي قانون نیوکي بولي او په دې برخه کې د قانون تطبیق خپل مسولیت بولي. 
په ننګرهار کې د خصوصي روغتونونو مالیکان وايي د افغان حکومت له لوري پر دوی وضعه شوي مالیات غیري عادلانه دي او دوي ته دمنلو وړ نه دي. 
دوی وايي حکومت ترې دنا خالصي ګټي په سر مالیات اخلي چې دې چارې یې په کاروبار ناوړه اغیز کړی او له مرکزي حکومت نه ددې ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي. 
 دوی وايي مالیات يې لوړ خو په مقابل کي ورته وړاندې کیدونکي خدمات د صفر سره برابر دي او ګواښ کوي که حکومت يي  د ستونزي د حل غم ونه خوري نو له یوې مخې به خصوصي روغتونونه دناروغانو پرمخ وتړي.
 دخصوصي روغتونونو اتحاديي دمستوفیت په کارکوونکو هم تور پوري کړ چې له اجازې پرته يې د پیسو بکسونه پلټي او په لوړه کچه مالیه ترې اخلي خو دننګرهار مستوفیت کارکوونکي یې دا ادعا بې ځایه بولي او په مالیاتي سیستم انتقاد په قانون انتقاد بولي.
 دننګرهار مستوفیت چارواکي وايي چې په خصوصي روغتونونو وضعه شوي مالیات د دوی له وسي پورته دي او دوی يې یواځي د تطبیق مسؤلیت په غاړه لري.
 یواځې په ننګرهار کې نه بلکي په مرکز کابل کې هم د خصوصي روغتونونو مالیکان دحکومت په لوړو مالیاتو نیوکه لري او غوښتنه يې کړي که ستونزه يې حواره نشي نو کاربندیز به وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته