پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دزعفرانو په عوایدو کې ۳۳ سلنه زیاتوالی راغلی
نیټه: Mon, 06 Nov 2017 12:56:50 +0000

 

د افغانستان  د کرنې  وزارت وآيي د تیر کال په پرتله د افغانستان د زعفرانو په عوايدو کې ۳۳ سلنه زیاتوالی راغلی.

دغه وزارت وايي  د افغانستان بزګرانو سږ کال ۱۲ میلیونه ډالر د زعفرانو د پلور څخه تر لاسه کړي.

د کرنې ،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو په وینا دا وزارت هڅه کوي ترڅو د افغانستان دزعفران د ګښت په زیاتوالي او د کیفیت په ښه والي باندې کار وکړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وآيي  په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د زعفرانو په عوایدو کې ۳۳ سلنه زیاتوالی راغلي .

ددغه وزات چارواکو د دوشنبې په ورځ د زعفرانو پنځم ملي کنفرانس ترسره کړه چې موخه یې د زعفرانو د کیفیت ښه والی او د زعفرانو د کښت زیاتوالی وو.

په دې کنفرانس کې ګڼ شمیر چارواکو ،متخصصینو او د صادرونکو شرکتونو استازو برخه اخیستې وه .

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر نصیر احمد دراني وویل سږ کال بزګرانو د زعفرانو د صادراتو څخه ۱۲ میلیونه ډالر ترلاسه کړي چې تیر کال یې ۹ میلیونه ترلاسه کړی وو.

د راپورنو له مخې تیر کال یو کیلو ګرام زعفران سل زره افغان پلورل کیدل.

درانی د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې د زعفرانو د زیاتوالي او د کیفیت د ښه والي په موخه دې خپلې طرحې له دې وزارت سره شریکي کړي.

د سوداګرې او صنایع خونې لومړي معاون خان جان الکوزی وايي چې په تیر ۱۶ کلونو کې د زراعت په برخه کې بنادي پانګونه نه ده شوي.

نوموړي زعفران کولای شي د هېواد په اقتصاد کې عمده رول ولوبوي خو که چیرې پر کیفیت کار وشي.

نوموړي زیاته کړه  خصوصي سکتور چمتو دی چې د زعفرانو په پروسس کې همکاري ترسره کړي.

په دې کنفرانس کې یو شمیر شرکتونو هم خپل د زعفرانو تولیدي محصولات ننداري ته وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان زعفرانو په په نړیوالو نندارتونو کې لومړی مقام ترلاسه کړي دی. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته