پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اصف مهمند له ولسمشرغواړي چې دوسیه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته واستوي
نیټه: Tue, 07 Nov 2017 14:05:49 +0000

 

اصف مهمند په یو خبرې کنفرانس کې د بلخ والي په فساد کې ښکیل وباله او نوموړی یې له ترهګرو سره په لاس لرلو تورن کړه.
نوموړي د ملي يووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې د ده دوسيه عدلي او قضايي ارګانونو ته واستوي.
بلخ د ولايتي شورا غړى اصف مهمند وايي، د ده دوسيه له کابو يوې مياشتې راهيسې د ولسمشر پر مېز پرته ده او له ولسمشره غواړي چې دوسيه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته واستوي.
هغه همداراز د بلخ والي عطامحمد نور په فساد کې ښکېل وباله او ويې ويل، د دې ولايت په ډېرو دولتي ادارو کې يې خپل کسان په دندو ګومارلي او ترهګرو ډلو سره لاس لري.
دغه څرګندونې د بلخ د ولايتي شورا غړی اصف مهمند،  په کابل کې د خبرې ناستې پر مهال وکړې.
د راپوټونو له مخې، د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مومند د بلخ په هوايي ډګر کې د دغه ولايت د والي عطامحمد نور د کسانو له خوا ونيول شو او د هغه د نيولو پرمهال يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. مومند چې د نيولو پرمهال شکنجه شوى هم دى، د زمري په ٢٦مه ازاد او کابل ته راغى.
هغه وايي، تر يوې مياشتې ډېره موده کېږي چې دوسيه د ولسمشر پر مېز پرته ده، خو نه پوهېږي چې په کوم دليل يې دوسيه عدلي او قضايي ارګانونو ته نه استول کېږي.
نوموړي د ملي يووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې د ده دوسيه عدلي او قضايي ارګانونو ته واستوي.
تردې وړاندې لویې څارنوالۍ ويلي و چې د ولسمشر د حکم پر اساس به د بلخ د ولايتي شورا غړي د نيول کېدو څرنګوالى به په هر اړخېز ډول وڅېړي.
دی ادعا کوي چې د حوزې امر او د ولسوالۍ قوماندان ځکه نه لرې کېږي چې ټول د بلخ د والي اړوند کسان دي. 
نوموړي د بلخ ولايت د حيرتان بندر، ښاروالۍ، عامې روغتيا، پوهنې رياستونو او د ښار په کمربندونو کې شته فساد ته اشاره وکړه او ويې ويل، په دې برخو کې ټول د بلخ د والي اړوند کسان ټاکل شوي او فساد په کې اوج ته رسېدلى دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته