پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د يو قوماندان په ګډون ۹تنه وسله وال مړه اوټپیان دي
نیټه: Wed, 08 Nov 2017 10:25:27 +0000

 
 د ننګرهار ولايت هسکې مېنې، بټي کوټ او چپرهار ولسواليو کې د وسله والو ډلو خپلمنځي او امنيتي ځواکونو سره د نښتو او هوايي بريد په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون نهو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ۱۷مه وويل، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ پاپين سيمه کې تېره شپه د هوايي بريد په ترڅ کې يو داعش وسله وال وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
هغه وويل چې  په ورته وخت کې د دې ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو او طالب وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو يو قوماندان وژل شوی او يو بل غړی يې ټپي دی.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وويل چې تېره شپه د دغه ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه وويل، د طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښته د چپرهار ولسوالۍ "ملا کلي" سيمه کې رامنځته شوې  چې په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې ټپيان دي.
خوا  تر اوسه داعش او طالب وسله والو،  په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته