پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې د زیتون تولید د تیرو کلونو په پرتله زیات شوی
نیټه: Wed, 08 Nov 2017 10:31:31 +0000

په ننګرهار کې د کانال  د زیتونو د اچارو او د زیتونو د تیلو تولید د تیرو کلونو په پرتله څو برابره زیات شوي

مسؤلین وايي چې که  د وسایلو  اسانتیاو په برابرولو کې ورسره مرسته وشي نو دا تولیدات به له دې هم زیات شي

د زیتونو فابریکي کارکوونکي د کار  د زیاتوالي امله بیا له حکومته د کارګرو د زیاتېدو غوښتنه کوي

دلته دراټولو شوو زیتود زیتنو تیل اود اچارو دجوړولوچاري پرمخ ځي چي بیاهمدا تیل او اچار په داخلي او نړیوالو مارکیټونو دخرڅلاو لپاره وړاندي کيږي

دزیتونو دفابریکي مسؤلین وايي چي سږ کال يي دنورو کلونو په پرتله دزیتونو داچارو تولید څو برابره زیات شوی او په وینايي که داسانتیاوو په برابرولو کي ورسره مرسته وشي نو داتولیدات به نور هم زیات شي

مسؤلین وايي چي دزیتونو دپروسس لپاره کاریدونکي ماشنرۍ لسګونه کاله پخوا تیاره شوي چي اوس يي دزیات پروسس توان له لاسه ورکړی او له مسؤلو لوړ پوړو چارواکو غواړي چي ددي ماشنرۍ دبیا ترمیم برخي ته دي پام وکړي

بل پلو ددي فابریکي کارکوونکي وايي چي دتولیداتو له زیاتیدو سره سم يي کارونه هم زیات شوي او موجوده کارکوونکي نشي کولی چي ټولي چاري په سم ډول پرمخ یوسي

دوي له اړوندو چارواکو غواړي چي دزیتونو په فابریکه کې دي دکارګرو شمیر زیات کړي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته