پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندوز کې د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ۱۰ ولسي وګړي وژلي
نیټه: Wed, 08 Nov 2017 10:33:04 +0000


 
د ناټو په اعلامیه کې راغلي چې په سیمه کې یې عملیات کړي او ګڼ شمېر وسلوال یې وژلي دي.
په داسې حال کې چې افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ بهرني ځواکونه وايي، د کندوز بمبارۍ کې ولسي وګړو وژل ردوي، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) وايي، په یاده بمبارۍ کې لږترلږه ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي.
یونما پر ټویټر لیکلي، د باوري رپوټونو له مخې د روانې نومبر میاشتې پر څلورمه، د کندوز چاردره ولسوالۍ کې د وژل شویو په ډله کې لس ولسي وګړي دي.
سرچینه وايي، دوی له ګڼو ژغورل شویو، روغتیاپالو، د سیمې له قومي مشرانو او نورو خلکو سره خبرې کړې چې د ټولو په اند د بمبارۍ قربانیانو کې ولسي و ګړي وو.
تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پرېکنده ملاتړ بهرنيو ځواکونو د کندوز په چاردره کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد کړه.
د تېرې یکشنبې په ورځ د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د چادرې په یوه سیمه کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.
د ناټو په اعلامیه کې راغلي چې په سیمه کې یې عملیات کړي او ګڼ شمېر وسلوال یې وژلي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته