پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ځینو ولایتونو خبریالانو پر شمشاد ټلوېزیون برید وغانده
نیټه: Wed, 08 Nov 2017 14:21:37 +0000

 

په ختیځ کې یو شمیر خبریالانو او د خبریالانو  او رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو په کابل کې پر شمشاد تلویزیون برید وغانده او دا یې یو جنګي جنایت یاد کړ
دغه خبریالان چې د ننګرهار ولایت د رسنیو په دفتر کې سره  راټول شوي وو وايي په هیواد کې د بیان ازادۍ دښمنان هیڅ ډول اصولو ته ژمن  نه دي.
دوی له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې جدې هڅې وکړي .
په ختیځ  کې د ژورنالستانو ټولنو او د ژونالیستانو څخه د ملاتړ بنسټونو په کابل کې پرشمشاد راډیو تلویزیون برید په کلکو ټکو وغندو او دا ډله ایز برید یو جنګي جنایت دی.
 د ژورنالستانو د ملاتړ بنسټونو پرشمشاد راډیو تلویزیون برید د انسانیت او اسلاميت دټولو اصول څخه په ښکاره سره غړونه وباله.
 په افغانستان کې د ژورنالستانو دفاع کمیټي غړي عبد المعید هاشمي وايي په هیواد کې د بیان ازادۍ دښمنان هیڅ ډول اصولو ته ژمن  نه دي او پر رسنیو خپل بریدونه کوي.
 هاشیمي له افغان دولته غوښتنه وکړه چې د رسنیو او د هغو د کاروکونکي د خوندیتوب لپاره دې لاس پکارشي
 هغه وویل افغانستان تر سوريي وروسته یو له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې ډیری خبریالان پکي وژل شوي دي.
په خیتځ کي د ژورنالستانو د خوندیتوب کمیټي مسول شیر شاه همدرد په هیواد کي پر رسنیو برید د خلکو په هیلو باندې برید وباله  او پر شمشاد تلویزیون برید وحشیانه عمل په یاد کړه.
بل پلو یوشمیر ژورنالیستان بیا له دولته غوښته کوي چې پر رسنیو د بریدونو پر مهال له غندلو تیر شي او د رسنیو د خوندیتوب لپاره دې کار وکړي. 
دوی له وسلوالو ډلو وغوښتل چې پر رسنیو د خپلو بریدونو پرځای هغوي ته یو کاري چا پیریال رامنځ ته کړي
 کلیپونه شفیق الله رحماني او شاه محمود شینواري.
 د یادونې  ده چې تیره ورځ په کابل کې پرشمشاد راډیو تلویزیون وسلوال برید تر سره شو چې په کې دوه تنه ووژل شول او یوشمیر نورکسان پکي ټپیان شول.
د معلوماتو له مخې په روان کال کې ۱۱ تنه خبریالان په بېلا بېلو سیمو کې وژل شوي چې لا  دا کال نه دی بشپړ شوی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته