پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دتاجکستان ځواکونودوه ملکي افغانان وژلي
نیټه: Thu, 09 Nov 2017 10:40:42 +0000

 

د بدخشان ولایت سيمه ييز چارواکي وايي چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو دوه ملکي افغانان پر ډزو وژلي دي.
د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو د اووم کنډک قوماندان سمونوال محمد امان نسيم رسنیوته ويلي چې تېره شپه د تاجکستان سرحدي ځواکونو د يخدرو کلي دوه اوسېدونکي پر ډزو وژلي دي.
هغه وويل: ((د يو کس جسد اوبو وړى او دويم کس جسد د پنج سيند په سيمه کې پيدا شوى دى.))
ده وويل چې د اړوندې موضوع په اړه يې له تاجکستاني ځواکونو د وضاحت غوښتنه کړې ده خو تر اوسه نه دي حاضر شوي.
دغه راز د بدخشان د ولايتي شورا غړي طلب الدين قادري وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د اشکاشم او واخان ولسواليو خلک د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له لوري وژل کېږي.
ده وويل چې يوه نيمه مياشت وړاندې هم د تاجکستان سرحدي ځواکونو د واخان ولسوالۍ د کوى سيمې يو اوسېدونکى وژلى و.
هغه زياته کړه: ((د تاجکستان استخباراتو خپلو متقاعدو افسرانو ته دنده ورکړې چې که د افغانستان په سرحد کې کوم قاچاقبر ونيسي، يا يې و وژني او يا هم وسله ترې واخلي نو مډال به ورکړي.))
د هغه په وينا، دغه افسران اوس د مډال ترلاسه کولو لپاره د افغانانو د وژلو لپاره بېلابېلې پلمې لټوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومتي چارواکيو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.
بل لور ته د يادو څرګندونو په اړه د تاجکستان چارواکو هم تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته