پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهار چاودنې دوه تنه ووژل او څلورنور ټپیان کړل
نیټه: Thu, 09 Nov 2017 11:20:21 +0000

 
چارواکې وايي د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې په یوه کور کې د ماين چاودنه شوي چي له امله يي شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي نن پنجشنبه وويل چې د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سیمه کې د محمدعلي جان په نوم د یوه کس په مېلمستون کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې ده.
دى وايي، د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاده پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي چې په وژل شوو کې یو کس د یاد کور غړی او یو بل مېلمه شامل دي.
 دغه راز په ټپیانو کې هم دوه مېلمانه او دوه د محمدعلي جان د کورنۍ غړي دي.
د دې پېښې اصلى لامل تر اوسه ندی روښانه شوی.
د دې پېښې مسووليت هم تر اوسه چا نه دى منلى.
د يادونې ده، ډېرى مهال دغه شان پېښې د شخصي دښمنيو له امله رامنځته کېږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته