پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بلخ کې انتحاري حملې دجمعیت ګند یوقوماندان وژلی
نیټه: Thu, 09 Nov 2017 11:25:37 +0000

 د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ځانمرګي بريد له امله پخوانى ولسوال او د جمعيت ګوند قوماندان وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي.

برید د مزار ښار په اوله ناحیه کې د شادیانو سیمه کې د منصور هوټل مخته شوی دی.
 پامیر د ۳۰۳ زون قوماندان جنرال بابه جان د دغې پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې په دغې انتحاري حمله کې د بلخ ولایت یو قومي مشر حاجي غني وژل شوی او د هغه درې ساتونکي ټپيان شوي دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د لړم په ١٨مه رسنیوته وويل چې په دې پېښه کې د دغه ولايت د مارمول پخوانى ولسوال او د جمعيت ګوند قوماندان حاجي عبدالغني وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي.
دغه راز د پېښې يوه عيني شاهد منصور وويل چې دغه ځانمرګى بريد د حاجي غني په نوم پر یوه قومي مشر شوى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې حاجي غني وژل شوى او درې نور ملکي وګړي ټپيان دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته