پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې چاودنې پنځه پولیس وژلي
نیټه: Thu, 09 Nov 2017 11:42:07 +0000


 
د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ د ماين چاودنې له امله پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن پنجشنبه ويلي چې نن سهار شاوخوا لس بجې د ناړۍ ولسوالۍ په شاري کوټ سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوى دى.
همت ویلي یادسیمه ییزپولیس په ګزمه بوخت وچي دماین چاودنه پري وشوه او په موټرکې سپاره ټول پولیس چي پنځه تنه وو ووژل شول.
وسله والو طالبان هم ياده پېښه تاييدکړې .
د وسله ولوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې دغه ماين د دوى له لوري ځاى پر ځاى شوى و.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د دوو قوماندانو په ګډون اووه سيمه ييز پوليس وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته