پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

قومي مشران وايي که يې غوښتنه ونه منل شي له دولت سره به پریکون وکړي
نیټه: Thu, 09 Nov 2017 12:15:31 +0000

 

د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشرانو د دغې ولسوالۍ جنګځپلو کورنيو ته د مرستې غوښتنه وکړه.
 دوی د قومونو او قبايلو چارو رياست په انګړ کې د يوې غونډې پرمهال د يادو کورنيو ستونزې بيان کړې او هم يې ورته د مرستو غوښتنه وکړه
په دغه ولسوالۍ کې د داعش وسله والو تر حضور وروسته درې وارې حکومتي ځواکونو عمليات کړي، چې له امله يې سلګونه کورنۍ زيانمنې او هم بې ځايه شوي، چې په تېره يو کلنه موده کې ورته هېڅ مرستې نه دي رسول شوي.
 قومي مشرانو د دغې غونډې پرمهال ټينګار وکړ، که يې غږ وانورېدل شي او مرستې ورونرسېږي نو دوی به له دولت سره پرېکون اعلان کړي.
 د هسکې مېنې ولسوالۍ د قومي او انکشافي شورا رييس خليل الرحمن وويل، چې په تېرو جګړو او عملياتو کې د دغې ولسوالۍ درې واړه قومه (رييس خېل، اسد خېل او حمزه خېل) ځپل شوي او ورته سختې ستونزې جوړې شوې دي. 
دی وايي، په تېرو دريو عملياتو کې له اووه سوو تر اته سوو کورنۍ زيانمنې شوې وې، چې تر اوسه ورته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې او اوس بيا دولت د عملياتو پلان لري، چې د نورو کورنيو د زيانمېدو امکان هم ورسره شته دی.
 هغه زياته کړه، په تېرو عملياتو کې د دغې ولسوالۍ د سلګونه خلکو کورونه ړنګ شوي، ښوونځي او کلينکونه زيانمن شوي، چې تر اوسه يې د بيا رغونې په برخه کې هېڅ ګام نه دی پورته شوی.
 د سيمې يو بل قومي مشر ډاکټر عبدالولي جهاني اندېښنې وښوده، که د اړوندو سيمو د خلکو ستونزې حل نه شي او ورته مرستې ونه رسيږي، نو شونې ده چې خلک له وسله والو سره يوځای شي.
 هغه وويل، دولت يې کورونه، ښوونځي او کلينکونه د عملياتو پرمهال زيانمن کړي، نو بايد بيارغونه يې هم وکړي.
 هغه وايي، که ورته مرستې ونه رسيږي، نو خلک مجبوريږي، چې هم له دولت سره پريکون اعلان کړی او هم د خپلو حقوقو غوښتلو لپاره مظاهرې وکړي.
 خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، چې د قومي مشرانو په نوم باندې دا ډول غوښتنې د شخصي غوښتنو لپاره کيږي او د ولايت مقام په هدايت د کډوالو چارو رياست د هسکې مېنې په ګډون د ډيرو ولسواليو بې ځايه شويو کورنيو ته مرستې رسولې دي.
. هغه ټينګار وکړ، چې دوی بيا هم هڅه کوي، څو د هسکې مېنې ولسوالۍ جګړه ځپلو ته د مرستو رسولو په خاطر له قومي مشرانو سره همغږي وکړي او بيا مرستې ورولېږدوي. 
د يادولو وړ ده،چې داعش ډلې په ننګرهار کې له حضور سره سم اچين او هسکه مېنه ولسوالۍ ټارګيټ کړې وې، چې د دغو ولسواليو خلکو ته يې سخت زيانونه واړول.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته