پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هلمندپه ناوې کې موټربم چاودنه شوي
نیټه: Sat, 11 Nov 2017 09:15:19 +0000

 

د هلمند د ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر وايي د ناوې ولسوالۍ په شور شورک سیمه کې د ملي اردو یوې قرارګاه ته څېرمه ځانمرګي کې يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وويل چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ناوې ولسوالۍ په شورشرک سيمه کې د ملي اردو مرکز ته څېرمه د موټربم چاودنه وشوه.
هغه وايي: ((چاودېدونکي توکي په ټانګ کې ځاى پر ځاى کړي و او غوښتل یې چې د ملي اردو مرکز ته ننوځي خو ځواکونه پرې پوه شوي وو او دغه کس هم هدف ته له رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ورکړې ده.))
دى وايي چې په دغه بريد کې يو سرتېرى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
د دغه بريد مسوولت تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستى.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په لښکرګاه کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک هم د موټربم بريد وشو چې په ترڅ کې یې يو پوليس ووژل شو او اته نور ټپيان شول.
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د ولسواليو ډېره برخه له وسله والو طالبانو سره ده او هره ورځ په کې جګړې کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته