پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هند مرسته شوي ۲۷۶ ټنه غنم نیمروز ته راورسېدل
نیټه: Sat, 11 Nov 2017 11:48:58 +0000

 

له هندوستان څخه د چابهار بندر له لارې د ۱۵ زره ټنه غنمو لومړۍ جوپه چې د روان کال د اکتوبر په ۲۹ د افغانستان په لور راخوځیدلې وه، نن د دغه هیواد لویدیځ ولایت نیمروز ته ورسیده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد نن شنبه وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د دغه بندر له لارې، د یاد هېواد مرسته شوي ۱۱۰ زره ټنه نور غنم هم هېواد ته را ورسېږي. راشد وایي، دغه غنم د ۱۷ ولایتونو د غنمو په ستراتیژیکو زېرمو کې خوندي کېږي چې په بېړنیو حالاتو کې به ورنه استفاده وشي.
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو سرپرست وزیر نصیراحمد دُراني په دغو مراسمو کې وویل له هند څخه افغانستان ته د چابهار بندر لارې د غنمو په رارسیدلو سره، د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی او افغانان ویاړي، چې هیواد یې نور یوې پولې پورې تړلی نه دی، بلکې د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره زیاتې لارې په واک کې لري.
هغه د چابهار بندر د افغانستان، هندوستان او ایران ترمنځ د همکاریو یو مهم فرصت وباله، چې پر وینا یې په سیمه کې به د پرمختګ او د سوداګرۍ د پراختیا لامل شي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر محمد حمید طهماسي وویل، چې د چابهار بندر له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو لیږد رالیږد په لنډه موده او ټیټه بیه تمامیږي.
هغه وویل، چې افغان سوداګر کولی شي د چابهار بندر له لارې د خپلو سوداګریز توکو په لیږدلو کې له ۵۰۰ نیولې تر ۱۰۰۰ ډالرو سپما وکړي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان په کچه د غنمو دغه زېرمې د څه باندې ۲ لکو ۴۷ زره ټنو غنمو د ساتلو ظرفیت لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته