پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ګونګیانو د خپلو حقونو د غوښتلو په حاطر لاریون وکړ
نیټه: Sat, 11 Nov 2017 12:24:59 +0000

 

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه ګوګيانو د خپلو حقونو د غوښتلو او دغه راز دوی ته د کار پيدا کېدو په خاطر لاريون وکړ.
لاريون کوونکي ګوګيان وايي، چې دوی سره د ختيځ زون په کچه د ګوګيانو په اتحاديه کې ۳۰۰۰ ګوګيان ثبت دي، چې ټول يې له ستونزو سره مخ دي.
دغه ډله ګوګيان د د ننګرهار ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو او ټينګار يې کاوه تر هغه وخته به له دغه ځايه لاړ نه شي، څو چې يې حقوق معلوم شوي نه وي.
دوی په ګونګه ژبه يوازې د مرګ نارې وهلې؛ خو د لاسونو په اشارو يې ډيرې غوښتنې شريکولې.
د ګوګيانو غټه ګيله دا وه، چې په قانون کې ړندو او معلولو (ګوډ او شل وګړو) ته کار او نور حقوق ورکړل شوي؛ خو دوی ترې محروم پاتې شوي دي.
سميع الرحمن په ختيځ زون کې د ګوګيانو د اتحايې مشر دی. نوموړي د خپلو ملګرو ستونزې په خپله ځانګړې اشاروي ژبه بيانولې؛ خو ورسره ولاړ ژباړونکي يې خبرې ژباړلې.
هغه وويل، له تېرو پنځلسو کلونو راهېسې ورسره ژمنې کېږي؛ خو تر اوسه ورته هېڅ زمينه نه ده برابره شوې.
د ګوګيانو د اتحايې مشر وايي، کله چې د کار او ټولنيزو چارو رياست ته د معلوليت لرونکو وګړو د مرستې کتابچې تر لاسه کولو په خاطر ځي؛ نو هغوی ورته وايي، چې تاسو يې حق نه لرئ او کله چې چېرته د دندې تر لاسه کولو په خاطر ځي؛ نو ورپورې ملنډې وهل کېږي.
فاروق د ګوګيانو له ډلې هغه ځوان دی، چې تر ليسانس درجې يې زده کړې کړې دي؛ خو اوس ورځ مزدورۍ کوي. دی وايي، زده کړې يې په ډيرو سختيو په دې خاطر وکړې، چې راتلونکي کې به يې ستونزې حل شي؛ خو دغه ارمان يې پوره نه شو.
محمد نواب شيرزاد چې د ګوګيانو خبرې يې ژباړلې او هم يې خپل يو ورور ګونګی و، وايي، ورور يې له ديرشو کلونو ډير عمر لري؛ خو تر اوسه همدوی ته ورترغاړې دی.
هغه وويل، ورور يې تر څوارلسم زده کړې کړي، د ډيرو دولتي کارونو د ترسراوي وړتيا لري؛ خو ورته چانس نه دی ورکړل شوی.
د ختيځ زون د ګوګيانو اتحاديې د لاريون پرمهال يو پريکړه ليک هم خبريالانو ته ورکړ، چې په ۱۲ مواردو کې يې خپلې غوښتنې او پوښتنې په کې ځای پرځای کړې وې.
دوی په دغه پرېکړه ليک کې د اساسي قانون له مخې د يو افغان په توګه د خپلو ټولو حقونو غوښتنه کړې ده او دغه راز يې له مدني ټولنو، رسنيو او دولتي مسولينو څخه په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی وايي، چې يادو ګوګيانو ستونزې د يو هييت له لارې والي محمد ګلاب منګل سره شريکې شوي او په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.
دی وايي، د کار او ټولنيزو چارو رياست له لارې د معلولينو سره له مرستو ګوګيان قانون محروم کړي؛ خو د کار په برخه کې يې ډاډ ورکړ، چې هرې دندې ته چې يې وړ اشخاص مراجعه وکړي؛ نو ولايتي اداره به ورسره د چانس ورکولو ترڅنګ درې سلنه همکاري هم وکړي.
په ننګرهار کې يوازې ګوګيان نه دي، چې د خپلو حقونو له نه ترلاسه کولو شکايت کوي، بلکې د دغه ولايت ډيری معلوليت لرونکي وګړي همدا ډول شکايتونه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته