پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غزني اوکاپيساکې ۳۲طالبان وژل شوي
نیټه: Sat, 11 Nov 2017 12:52:35 +0000

 

 حکومتي چارواکي وايي چې په غزني او کاپيسا ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو له امله ٣٢ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني ښار اړوند په شهباز خان سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې ډله ييز بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې لس طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي چې د درېيو طالبانو مړي هم په سيمه کې پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې هم طالبانو پر دې پوستې بريد کړى و چې په ترڅ کې یې لس پوليس وژل شوي وو.
خو نورې په ياده جګړه کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه چې د هوايي ځواک تر راتګ وروسته د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى دى.
خو د شهباز خان سيمې یوه اوسېدونکي عبدالله وويل چې جګړه د شپې په لس بجې پیل شوه او تر نږدې درېيو بجو پورې يې دوام درلود.
ده وويل چې کېداى شي امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.
وسله والو طالبان وياند ذبيح الله مجاهد ویلي چې تېره شپه  ډله ييز بريد له امله د شهباز خان بازار پوسته طالبانو نيولې ده.
ده وويل چې د پوستې د نيولو پر مهال ١٢ امنيتي سرتېري او يو طالب وژل شوي او اووه نور پوليس ټپيان شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کاپيسا کې هم طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي وويل چې پرون مازديګر هوايي ځواکونو د تګاب ولسوالۍ په شاتور سيمه کې د طالبانو پر مرکز بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي نعمت الله هم ياده پېښه تاييد کړه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته