پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې د زیتونو د پروسس چارې ګړندۍ شوي
نیټه: Sat, 11 Nov 2017 13:00:45 +0000

 
له څو کلن ځنډ وروسته یوځل بیا دننګرهار کانال ریاست اړوند د زیتونو فابریکي چارې کړندۍ شوي. 
دکانال ریاست چارواکي وايي که مرکزي حکومت د ننګرهار کانال ریاست ته پاملرنه ډيره کړي او کانال ریاست ته ځانګړي شوي بودیجه زیاته کړي نو د زیتونو په فابریکه کې تولیدیدونکي د زیتونو تیل او اچار به نور هم زیات شي. 
د ننګرهار دولایتي شورا وکیلان که له یوې خوا د زیتونو د حاصلاتو او تولیداتو په زیاتیدو خوښ دي خو بل پلو له لوړ پوړو حکومتي چارواکو غواړي چې د ننګرهار کانال ریاست دې له پامه نه غورځوي. 
دوی هم دکانال ریاست ته د بودیجي په زیاتیدو ټینګار کوي. 
ننګرهار والي وايي چې په تیرو څوکلونو کې د زیتونو بوټي د وچیدو له ګواښ سره مخ وو خو دې باغونو ته دپاملرني دزیاتیدو سره سم اوس د زیتونو حاصلات او تولیدات هم ډيرشوي.
 والي وايي که په راتلونکو کلونو هم د زیتونو دې باغونو ته پاملرنه وشي نو دزیتونو حاصلات او تولیدات به لاپسي ډير شي.
 د یادونې وړ ده چې په ۱۳۶۴کال کې د روسانو له لورې د ننګرهار د زیتونو باغونه جوړشوي چې په لومړیو کلونو کې يې د ښو حاصلاتو له کبله نړیوال شهرت خپل کړی وه خو په دې وروستیو کلونو کې يې حاصلات بیخي کم شوي او ان له صفر سره برابروو خو یو وار بیا دکانال ریاست مسؤلین د زیتونو دحاصلاتو دزیاتیدو خبره کوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته